د ټرمپ وروستیو اقداماتو سره ګڼو اروپایانو امریکا ته سفرونه لغوه کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏رویټرز خبری آژانس ته پنځو اروپایی مسافر وړونکو بنسټونو ویلی، چې ګڼو ډنمارکیانو، جرمنیانو او نورو اروپایانو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو اقداماتو له امله امریکا ته سفرونه لغوه کړی.

آژانس ته تلونکی یوه ډنمارکی چې تازه یې هلته د ماهی نیونې په موخه د سفر نیت درلود ویلی، ټرمپ یو بې ادبه کس دی او له هغه وخته چې ټرمپ د اوکرایین ولسمشر سره لفظی شخړه کړې، نو پرېکړه یې کړې چې تر هغې به بیا امریکا ته ولاړ نه شی، څو چې ټرمپ هلته ولسمشر وی.

آژانس د یوه سیلانی له قوله زیاتوی، ترمپ په خپلو کړنو کې د ماشومانو په څېر دی.

عربی رسنیو د اروپایی ټولنې د شمېر له مخې ویلی، چې یوازې اروپایی سېلانیانو په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۱۵۵ میلیارده ډالره په امریکا کې مصرف کړی، خو دا مهال د تېرو کلونو په پرتله په کې کموالی راغلی دی.

امریکا ته د سېلانیانو شمېر کې کموالی وروسته له هغې څرګند شو، چې امریکا د خپلو اقتصادی ګټو او نورو موخو لپاره خپلې پالیسۍ د دوی په وړاندې بدلې کړې.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.