د ټولګټو وزارت د کابل-هرات لویې لار بیا رغونه داوطلبۍ ته وړاندې کړې

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۹مه او د مۍ میاشتې ۳۰مه نېټه ده) د افغانستان ا.ا د ټولګټو چارو وزارت د کابل-هرات لویه لار د بیا رغولو لپاره داوطلبۍ ته وړاندې کړې ده.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه لویه لار ۹۰۰ کیلو مټره اوږدوالی لری چې د تېرو شل کلنو جګړو او درنو بار وړونکو موټرونو د تګ راتګ له امله، کنډې کپرې شوې ده.
د ټولګټو وزارت په خبره، دغه پروژه پر هر ۱۰۰ کیلو مټرۍ وېشل شوې او پر شرایطو برابر له ټولو کورنیو شرکتونو او ملی پانګوالو غوښتنه شوې، چې خپل غوښتنلیکونه د جوزا تر ۲۵ نېټې دغه وزارت ته وسپاری.
هر هغه شرکت چې ګټونکی اعلانېږی د یادې لارې بیا رغونه به کوی او حکومت به له ملی عوایدو څخه ورته بودیجه برابروی او پر خپل وخت به یې رغوونکو شرکتونو ته ورکوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.