معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاریس نندارتون کې د ۱میلیون ۷۰ زره ډالرو په ارزښت د افغاني زعفرانو د پېر تړون شوی

د پاریس نندارتون کې د ۱میلیون ۷۰ زره ډالرو په ارزښت د افغاني زعفرانو د پېر تړون شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د امریکا متحده ایالاتو نړیوالې پراختیايي ادارې ویلي، د پاریس ۲۰۲۴ کال نندارتون کې د ۱ میلیون ۷۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د افغاني زعفرانو د پېرلو تړون شوی دی.

د دغه تړون له مخې یو سوداګر هر کال ۶۰۰ کیلو ګرامه زعفران د یو میلیون ۷۰ زره ډالرو په ارزښت پېري، چې د افغان زغفرانو مقام لوړولو سربېره د کروندګرو پر اقتصادي وضعیت هم مثبت اغېز کولای شي.

د یادونې وړ ده چې زعفران د افغانستان یو له مهمو صادراتي توکو دي، چې په هرات، بلخ، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې په پراخه کچه کرل کیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس