کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا متحده ایالاتو نړیوالې پراختیایی ادارې ویلی، د پاریس ۲۰۲۴ کال نندارتون کې د ۱ میلیون ۷۰ زره امریکایی ډالرو په ارزښت د افغانی زعفرانو د پېرلو تړون شوی دی.
د دغه تړون له مخې یو سوداګر هر کال ۶۰۰ کیلو ګرامه زعفران د یو میلیون ۷۰ زره ډالرو په ارزښت پېری، چې د افغان زغفرانو مقام لوړولو سربېره د کروندګرو پر اقتصادی وضعیت هم مثبت اغېز کولای شی.
د یادونې وړ ده چې زعفران د افغانستان یو له مهمو صادراتی توکو دی، چې په هرات، بلخ، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې په پراخه کچه کرل کیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ