معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د پاکستاني حکومت له خوا په کراچۍ کې د نیول شویو افغانانو له ډلې ۸۰ کسه نور خوشې شول

د پاکستاني حکومت له خوا په کراچۍ کې د نیول شویو افغانانو له ډلې ۸۰ کسه نور خوشې شول

کابل/ګهیځ: نن چهار شنبه ( د تلې/میزان ۲۰مه او اکټوبر میاشتې ۱۲مه نېټه ده) اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د پاکستاني حکومت له خوا په کراچۍ کې د نیول شویو افغانانو له ډلې د یوې بلې ۸۰ کسیزې ډلې له خوشې کېدو خبر ورکوي.
سفارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې دا کار په کراچۍ کې د افغانستان د جنرل قونسل عبدالجبار تخاري په هڅو شوی دی.
نوموړي له بندیانو سره د مخه ښي پرمهال ویلي، چې په راتلونکو ورځو کې د پاتې بندیانو د خوشې کېدو لپاره هڅې کوي.
پاکستاني پولیسو په کراچۍ کې ګڼ شمېر افغانان د قانوني اسنادو نه لرلو په تور بندیان کړي دي، له دې وړاندې هم سفارت د ۱۵۰ کسو د خوشې کېدو خبر ورکړی و.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس