د پاکستانی حکومت له خوا په کراچۍ کې د نیول شویو افغانانو له ډلې ۸۰ کسه نور خوشې شول

کابل/ګهیځ: نن چهار شنبه ( د تلې/میزان ۲۰مه او اکټوبر میاشتې ۱۲مه نېټه ده) اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د پاکستانی حکومت له خوا په کراچۍ کې د نیول شویو افغانانو له ډلې د یوې بلې ۸۰ کسیزې ډلې له خوشې کېدو خبر ورکوی.
سفارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلی، چې دا کار په کراچۍ کې د افغانستان د جنرل قونسل عبدالجبار تخاری په هڅو شوی دی.
نوموړی له بندیانو سره د مخه ښی پرمهال ویلی، چې په راتلونکو ورځو کې د پاتې بندیانو د خوشې کېدو لپاره هڅې کوی.
پاکستانی پولیسو په کراچۍ کې ګڼ شمېر افغانان د قانونی اسنادو نه لرلو په تور بندیان کړی دی، له دې وړاندې هم سفارت د ۱۵۰ کسو د خوشې کېدو خبر ورکړی و.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.