کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۰ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د راپورونو له مخې د ذاکرالله په نوم یو شل کلن ځوان چې خېبر پښتونخوا کې د افریدو سیمې اصلی اوسېدونکی دی، اسلام آباد کې د پاکستان استخباراتی ادارې له لوری د ځان وژونکی برید ترسره کولو په تور نیول شوی دی.
تر دې وړاندې لومړی پاکستان کې د امریکا سفارت اسلام آباد کې د یو ستر احتمالی برید د ترسره کېدو خبر ورکړی و چې ترې یو ورځ وروسته بیا د سعودی عربستان په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو خپل اتباع اسلام آباد کې له ګرځېدو څخه منع کړی و.
د ځان وژونکی برید د ترسره کولو په تور دغه کس په داسې مهال نیول کیږی چې دې وروستو کې د پاکستانی طالبانو له لوری بریدونو او چاودنو ته زور ورکړل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ