معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کیږي

د پاکستان امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی  ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د پاکستان امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کیږي.

نوموړي په دغه هېواد کې وروستۍ امنیتي پېښې د اندېښنې وړ بللې دي.

خلیلزاد د پاکستاني طـ ـالبانو له لوري په روانه اونۍ کې‌ د ۱۶پاکستاني پوځیانو وژل کېدو ته په اشارې سره ویلي، چې په دغه هېواد کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

نوموړي پر پاکستاني پوځیانو د ط ـالبانو دغه بریدونه د لویې ناکامۍ تر څنګ د دغه هېواد لپاره ستر زیان بللی.

د پاکستان حکومت او پوځي چارواکو لا د زلمي خلیلزاد دغې ټویټ ته غبرګون نه دی ښودلی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس