کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایی، د پاکستان امنیتی وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کیږی.
نوموړی په دغه هېواد کې وروستۍ امنیتی پېښې د اندېښنې وړ بللې دی.
خلیلزاد د پاکستانی طـ ـالبانو له لوری په روانه اونۍ کې د ۱۶پاکستانی پوځیانو وژل کېدو ته په اشارې سره ویلی، چې په دغه هېواد کې امنیتی وضعیت د اندېښنې وړ دی.
نوموړی پر پاکستانی پوځیانو د ط ـالبانو دغه بریدونه د لویې ناکامۍ تر څنګ د دغه هېواد لپاره ستر زیان بللی.
د پاکستان حکومت او پوځی چارواکو لا د زلمی خلیلزاد دغې ټویټ ته غبرګون نه دی ښودلی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ