د پاکستان او افغانستان ترمنځ د بسونو تګ راتګ پیلېږی

ګهیځ: نن یکشنبه (د کب ۲۲مه او د مارچ ۱‍۴مه نېټه ده) د راپورونو له مخې د افغانستان د ترانسپورت او هوایی چلند ادارې ویلی، ژر به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مسافر وړونکو بسونو تګ راتګ پیل شی.
سرچینه وایی په دې اړه له پاکستانی لوری سره خبرې شوې دی او دواړو لورو هوکړه کړې چې دغه خدمات به خصوصی شرکتونه وړاندې کوی.
یاد وزارت زیاتوی چې د پاکستان او افغانستان پنځه پنځه خصوصی شرکتونه به د مسافرو د لېږد رالېږد لپاره هڅه کوی.
افغان حکومت وایی چې د پاکستان ترڅنګ نورو ګاونډیو هېوادونو ته هم د ورته ترانسپورتی خدماتو د برابرولو په لټه کې دی.
خصوصی ترانسپورتی شرکتونه دغه چاره ستایی او تمه لری چې له نورو هېوادونو سره هم ورته ترانسپورتی او ترانزیتی اړیکې رامنځ ته شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.