معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / د پاکستان او تاجکستان ګډې هڅې؛ په ګاونډ کې د نوې لوبې تابیا او زمونږ دنده!

د پاکستان او تاجکستان ګډې هڅې؛ په ګاونډ کې د نوې لوبې تابیا او زمونږ دنده!

پدې وروستیو کې پر پکتیکا د اسلام آباد تر نا ځوانمردانه هوایي بریدو وروسته په ټولنیزو رسنیو او آن ځیني رسمي کړیو کې داسې آوازې هم خپرې شوې چې ګواکې د اسلام آباد واکمنو د افغانستان په شمال ختیځ کې د واخان ستراتیژیکه پټۍ اشغال کړې ده او یا یې هلته پر افغان خاوره بریدونه کړي دي.

که څه هم دا آوازې بیا د بدخشان ولایت د ځایي چارواکیو او په پلازمېنه کابل کې د بېلابېلو رسمي مقاماتو له اړخه رد شوې او ورپسې په اسلام آباد کې د هغه هېواد رسمي ویاندویانو هم دا آوازې په رسمي بڼه رد کړې، خو په پاکستان کې د ننه یو شمېر سیاسي او رسنیزو کړیو په غیر مستقیم ډول دغه موضوع ګرمه وساتله او چې پدې موضوع یې تاوده بحثونه نور هم زیات کړل چې د دې کرښو تر لیکلو هم دوام لري.

بل لورې ته دا ډول بحثونه او شایعات داسې مهال هم ډېر ګرم شول چې د پاکستان د بدنامې پوځي استخباراتي ادارې (آی، اېس، آی) مشر جنرال عاصم ملک په یوه بیړني سفر د افغانستان د شمالي ګاونډي تاجکستان پلازمینې دوشنبې ښارته روان شو او هلته یې پر نورو چارواکیو سربېره د تاجکستان له تل پاتې ولسمشر امام علي رحمان سره هم لیدنه درلوده او د دوه اړخیزې دلچسپۍ پر یو شمېر مسایلو یې ورسره خبرې وکړې.

د یو شمېر پاکستانیو او بهرنیو رسنیو د راپورونو او تبصرو پر بنسټ ویل کېږي چې دوشنبې ښار ته د جنرال عاصم ملک د سفر په ترڅ کې نوموړي د تاجکستان پر ولسمشر امام علي رحمان سربېره له یو شمېر تاجکي پوځي چارواکو او آن هلته د مېشتو ځینو پخوانیو افغان سیاستوالو او چارواکو سره هم لیدنې کتنې درلودې او د دوه اړخیزې دلچسپۍ پر ځینو مسایلو یې بحث کړی دی.

که څه هم په رسمي بڼه، نه د اسلام آباد چارواکو او نه هم د دوشنبې مقاماتو تر اوسه دا خبره نده تأیید کړې چې عاصم ملک په دوشنبې کې د خپلې هستوګنې پر وخت د افغانستان له پخوانیو چارواکیو او په مشخص ډول د شمال جبهې له مشرانو سره لیدل کتل کړي دي خو له دې وړاندې ځینو پاکستاني ډیپلوماټانو ویلي وو، چې که د افغانستان اوسنی حکومت د ډیورند استعماري کرښې ها غاړه د تحریک طالبان پاکستان بریدونه کنټرول نه کړي، اسلام آباد ښايي له هغو ډلو سره اړیکې جوړې کړي چې د افغانستان له اوسني حکومت سره په مخالفت لګیا دي.

بل اړخ ته دوشنبې ښار ته د جنرال عاصم ملک د سفر په تړاو د پاکستان ځینو غیر رسمي چارواکیو او همدارنګه د پېښو شنونکو او تحلیلګرانو هم داسې خبرې کړې چې دا ذهنیت ترې په ډاګه کېږي چې اسلام آباد غواړي د افغانستان د اوسني حکومت له سیاسي او پو ځي مخالفینو سره لاس یو کړي او دلته د اړو دوړ رامنځته کولو لپاره هڅې نورې هم ګړندۍ او تیزې کړي.

په افغانستان کې د اوسني حکومت چارواکیو او ویاندویانو تر دې وړاندې په وار وار څرګنده کړې چې د داعش په نامه د افغانستان د اوسني حکومت وسله واله مخالفه ډله چې کله ناکله په افغانستان کې ځیني ملکي یا حکومتي ځایونه په نښه کوي یا دلته او هلته چاودنې ترسره کوي، په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري او داسې ګڼ راپورونه شته چې دغه ډلې او افراد د اسلام آباد له خوا تقویه کېږي، روزنه ورکول کېږي او سوق او اداره یې هم د دوی په لاس کې ده .

اوس تاجکستان ته د جنرال عاصم ملک تر وروستي سفر وروسته دا اندېښنې لږ لږ د رښتیا بڼه خپلوي چې اسلام آباد د کابل پر پوځي مخالفینو سربېره اوس د دې حکومت له هغه سیاسي مخالفینو سره هم چې په طبیعي ډول د اسلام آباد مخالف ګڼل کېدل، اړیکې ټینګول غواړي او پدې لار کې د دوشنبې د مقاماتو او امام علي رحمان مرسته او ملاتړ هم ورسره دی.

پدې وروستیو کې د شمال جبهې د یوې سیاسي او رسنیزې څېرې مرکه او پدې ټکي د هغه بیا ځلي ټینګار چې دوی د ډیورند استعماري کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د رسمي پولې په توګه پېژني، دوشنبې ته د جنرال عاصم ملک د سفر په ترڅ کې د نوموړي پټې او ښکاره لیدنې او خبرې اترې او پدې تړاو د شنونکو او پاکستاني سیاسي کړیو څرګندونې او بالآخره د واخان د ستراتیژیکې پټۍ په اړه د پاکستاني رسنیو او سیاستوالو آوازې او تبصرې، ټول دې لورې ته اشاره لري چې اسلام آباد بیا د تاجکستان او ځینو نورو ملکونو سره په ګډه غواړي دلته نوې لوبه پیل کړي.

اوس خبره داده چې کله د اسلام آباد شیطاني دستګاه(آی، اېس، آی) او ورسره زمونږ په شمالي ګاونډ کې پراته د ځیني نورو هېوادو لکه د تاجکستان واکمن وغواړي دلته نوې لوبه پیل کړي او په خپلو هېوادو کې د پرله پسې ناکامۍ کسات له افغانستان څخه واخلي باید مونږ هم ورته لاس تر زنې ناست نه وو او د دې دسیسو د شنډولو تدابیر په پام کې ولرو.

والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس