پدې وروستیو کې پر پکتیکا د اسلام آباد تر نا ځوانمردانه هوایی بریدو وروسته په ټولنیزو رسنیو او آن ځینی رسمی کړیو کې داسې آوازې هم خپرې شوې چې ګواکې د اسلام آباد واکمنو د افغانستان په شمال ختیځ کې د واخان ستراتیژیکه پټۍ اشغال کړې ده او یا یې هلته پر افغان خاوره بریدونه کړی دی.
که څه هم دا آوازې بیا د بدخشان ولایت د ځایی چارواکیو او په پلازمېنه کابل کې د بېلابېلو رسمی مقاماتو له اړخه رد شوې او ورپسې په اسلام آباد کې د هغه هېواد رسمی ویاندویانو هم دا آوازې په رسمی بڼه رد کړې، خو په پاکستان کې د ننه یو شمېر سیاسی او رسنیزو کړیو په غیر مستقیم ډول دغه موضوع ګرمه وساتله او چې پدې موضوع یې تاوده بحثونه نور هم زیات کړل چې د دې کرښو تر لیکلو هم دوام لری.
بل لورې ته دا ډول بحثونه او شایعات داسې مهال هم ډېر ګرم شول چې د پاکستان د بدنامې پوځی استخباراتی ادارې (آی، اېس، آی) مشر جنرال عاصم ملک په یوه بیړنی سفر د افغانستان د شمالی ګاونډی تاجکستان پلازمینې دوشنبې ښارته روان شو او هلته یې پر نورو چارواکیو سربېره د تاجکستان له تل پاتې ولسمشر امام علی رحمان سره هم لیدنه درلوده او د دوه اړخیزې دلچسپۍ پر یو شمېر مسایلو یې ورسره خبرې وکړې.
د یو شمېر پاکستانیو او بهرنیو رسنیو د راپورونو او تبصرو پر بنسټ ویل کېږی چې دوشنبې ښار ته د جنرال عاصم ملک د سفر په ترڅ کې نوموړی د تاجکستان پر ولسمشر امام علی رحمان سربېره له یو شمېر تاجکی پوځی چارواکو او آن هلته د مېشتو ځینو پخوانیو افغان سیاستوالو او چارواکو سره هم لیدنې کتنې درلودې او د دوه اړخیزې دلچسپۍ پر ځینو مسایلو یې بحث کړی دی.
که څه هم په رسمی بڼه، نه د اسلام آباد چارواکو او نه هم د دوشنبې مقاماتو تر اوسه دا خبره نده تأیید کړې چې عاصم ملک په دوشنبې کې د خپلې هستوګنې پر وخت د افغانستان له پخوانیو چارواکیو او په مشخص ډول د شمال جبهې له مشرانو سره لیدل کتل کړی دی خو له دې وړاندې ځینو پاکستانی ډیپلوماټانو ویلی وو، چې که د افغانستان اوسنی حکومت د ډیورند استعماری کرښې ها غاړه د تحریک طالبان پاکستان بریدونه کنټرول نه کړی، اسلام آباد ښایی له هغو ډلو سره اړیکې جوړې کړی چې د افغانستان له اوسنی حکومت سره په مخالفت لګیا دی.
بل اړخ ته دوشنبې ښار ته د جنرال عاصم ملک د سفر په تړاو د پاکستان ځینو غیر رسمی چارواکیو او همدارنګه د پېښو شنونکو او تحلیلګرانو هم داسې خبرې کړې چې دا ذهنیت ترې په ډاګه کېږی چې اسلام آباد غواړی د افغانستان د اوسنی حکومت له سیاسی او پو ځی مخالفینو سره لاس یو کړی او دلته د اړو دوړ رامنځته کولو لپاره هڅې نورې هم ګړندۍ او تیزې کړی.
په افغانستان کې د اوسنی حکومت چارواکیو او ویاندویانو تر دې وړاندې په وار وار څرګنده کړې چې د داعش په نامه د افغانستان د اوسنی حکومت وسله واله مخالفه ډله چې کله ناکله په افغانستان کې ځینی ملکی یا حکومتی ځایونه په نښه کوی یا دلته او هلته چاودنې ترسره کوی، په پاکستان کې خوندی پټنځایونه لری او داسې ګڼ راپورونه شته چې دغه ډلې او افراد د اسلام آباد له خوا تقویه کېږی، روزنه ورکول کېږی او سوق او اداره یې هم د دوی په لاس کې ده .
اوس تاجکستان ته د جنرال عاصم ملک تر وروستی سفر وروسته دا اندېښنې لږ لږ د رښتیا بڼه خپلوی چې اسلام آباد د کابل پر پوځی مخالفینو سربېره اوس د دې حکومت له هغه سیاسی مخالفینو سره هم چې په طبیعی ډول د اسلام آباد مخالف ګڼل کېدل، اړیکې ټینګول غواړی او پدې لار کې د دوشنبې د مقاماتو او امام علی رحمان مرسته او ملاتړ هم ورسره دی.
پدې وروستیو کې د شمال جبهې د یوې سیاسی او رسنیزې څېرې مرکه او پدې ټکی د هغه بیا ځلی ټینګار چې دوی د ډیورند استعماری کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د رسمی پولې په توګه پېژنی، دوشنبې ته د جنرال عاصم ملک د سفر په ترڅ کې د نوموړی پټې او ښکاره لیدنې او خبرې اترې او پدې تړاو د شنونکو او پاکستانی سیاسی کړیو څرګندونې او بالآخره د واخان د ستراتیژیکې پټۍ په اړه د پاکستانی رسنیو او سیاستوالو آوازې او تبصرې، ټول دې لورې ته اشاره لری چې اسلام آباد بیا د تاجکستان او ځینو نورو ملکونو سره په ګډه غواړی دلته نوې لوبه پیل کړی.
اوس خبره داده چې کله د اسلام آباد شیطانی دستګاه(آی، اېس، آی) او ورسره زمونږ په شمالی ګاونډ کې پراته د ځینی نورو هېوادو لکه د تاجکستان واکمن وغواړی دلته نوې لوبه پیل کړی او په خپلو هېوادو کې د پرله پسې ناکامۍ کسات له افغانستان څخه واخلی باید مونږ هم ورته لاس تر زنې ناست نه وو او د دې دسیسو د شنډولو تدابیر په پام کې ولرو.
والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ