کابل-ګهیځ نیوز(د اسد ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې د دغه وزارت وزیر اسحاق دار له خپل ترکمنستانی سیال سره د افغانستان او ټاپی پروژې په اړه خبرې – اترې کړی.
د خبر پر بنسټ اسحاق دار د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره په دې کتنه کې د ټاپی پروژې په ګډون د اقتصادی او انرژۍ په برخو کې د همکارۍ پر ودې هم ټینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې لیکل شوی، داوړو لوریو ژمنه کړې چې د سیاسی، اقتصادی او دفاعی برخو په ګډون د دوه اړخیزو همکاریو د لاپراخولو او ژورولو لپاره ګډې هڅې ګړندۍ کړی.
په ۲۰۱۸ کال کې د ټاپی پروژې عملی کار له هرات پیل شو، خو څه موده وروسته یې چارې د امنیتی ګواښونو له امله وځنډېدې.
تر اوسه سرپرست حکومت او ترکمنستان نه دی ویلی، چې د ټاپی پروژې عملی چارې به کله پیل شی؟
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ