معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د افغان کډوالو د وېستنې په تړاو ناسته کړې

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د افغان کډوالو د وېستنې په تړاو ناسته کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ډان ورځپاڼه راپور ورکړی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار په مشرۍ یوه ځانګړې ناسته شوې، چې په کې د افغان کډوالو د درېیمو هېوادونو ته د لېږد په څرنګوالي بحث شوی.

په دې ناسته کې د افغان کډوالو د لېږد پر ممکنه لارو چارو خبرې شوي او هغه ننګونې څېړل شوي، چې کډوال ورسره مخامخ دي.

راپور زیاته کړې، د دې ناستې موخه د افغان کډوالو د وضعیت ښه‌ والي لپاره د اغېزناکو تګلارو موندل وو.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر په میلیونونو دی، چې د ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د دې ناستې په اړه لا ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي، خو داسې ښکاري چې پاکستان غواړي د خپلو سیاسی موخو لپاره له افغان کډوالو استفاده وکړي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس