د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د افغان کډوالو د وېستنې په تړاو ناسته کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ډان ورځپاڼه راپور ورکړی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار په مشرۍ یوه ځانګړې ناسته شوې، چې په کې د افغان کډوالو د درېیمو هېوادونو ته د لېږد په څرنګوالی بحث شوی.

په دې ناسته کې د افغان کډوالو د لېږد پر ممکنه لارو چارو خبرې شوی او هغه ننګونې څېړل شوی، چې کډوال ورسره مخامخ دی.

راپور زیاته کړې، د دې ناستې موخه د افغان کډوالو د وضعیت ښه‌ والی لپاره د اغېزناکو تګلارو موندل وو.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر په میلیونونو دی، چې د ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

د دې ناستې په اړه لا ډېر جزیات نه دی ورکړل شوی، خو داسې ښکاری چې پاکستان غواړی د خپلو سیاسی موخو لپاره له افغان کډوالو استفاده وکړی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.