کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر پاکستانۍ رسنیو د ځایی چارواکو له قوله ویلی، چې تېر ماښام یې د بندر پر اداری کمپلکس شوی ستر برید تر چاڼیزو عملیاتو وروسته مهار کړی دی.
دغه برید چې پرون مازیګر مهال تر یوه لویې چاودنې وروسته د اتو بریدګرو له لوری پیل شوی و، د شپې تر ناوخته یې دوام درلود.
د ګوادر مرستیال کمېشنر په دې برید کې د بریدګرو د وژل کېدو ترڅنګ د یو لوړ پوړی امنیتی افسر د وژل کېدو پخلی کړی دی.
د ځایی چارواکو په وینا برید کې نوره مرګ – ژوبله هم اوښتې، خو کره ارقام یې نه دی په ډاګه کړی.
د پاکستان حکومت ډېری وخت د دغه ډول بریدونو د مرګ – ژوبلې شمېره په ځنډ له رسنیو سره شریکوی.
ګوادر بندر هرمز تنګی ته نږدې د عرب سمندرګی د تېلو د بېړیو یوه حیاتی لاره ده.
د بلوڅانو آزادی غوښتونکی پوځ د برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې، چې دغه برید کې یې د پاکستان استخباراتی تاسیسات په نښه کړی، چې په کې د ISI د څلورو لوړ رتبه غړو د وژل کېدو ترڅنګ یې درنه مرګ – ژوبله اړولې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ