کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۰):
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پاکستان کې هغو اوسېدونکو ته ګواښ کړی چې د ویزې له ختمېدلو وروسته لا هم په پاکستان هېواد کې اوسېږی.
دوی په خبرپاڼه کې ویلی، چې که د ویزې تر ختمېدو وروسته بیا هم څوک په پاکستان کې پاتې شی، نو د درې کاله بند سزا به ورکول شی او سربېره پر دې به دوی پاکستان ته د بیا ځل ننوتلو په تور لېست کې هم شامل شی.
په خبرپاڼه کې څه هم د مېشتو افغانانو په اړه څه نه دی ویل شوی، خو دا خبرپاڼه په افغانستان کې د پاکستان سفارت هم پر خپلې فېسبوک پاڼې خپور کړی دی.
وړاندې تر دې یو شمېر ویډیوګانې او راپورونه خپاره شول چې په کې د پاکستانی حکومت له لوری افغان ګډوالو سره له زور زیاتی ډک چلند ترسره کېده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ