کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۱ مه نېټه):
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداری د ملګرو ملتونو له سرمنشی انتونی ګوترېش سره د افغانستان په اړه د وروستو حالاتو او بشری مرستو په اړه خبرې کړې دی.
د پاکستانۍ رسنیو د خبر له مخې بلاول بوټو زرداری نیویارک کې د ملګرو ملتونو ملتونو بېلابېلو غونډو کې د ګډون په موخه امریکا ته تللی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یاده خبرپانه کې زیاته کړې، چې نوموړی د دې سفر په جریان کې د ملګرو ملتونو له سرمنشی او یو شمېر نورو مسوولینو سره د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر وروستیو حالاتو هم خبرې کړی.
په خبرپاڼه کې راغلی چې دواړو لورو د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان ملاتړ کړی او له دغه هېواد سره یې د بشری مرستو په دوام ټینګار کړی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې دوی دغه راز د افغانستان له سرپرست حکومت لخوا د ښځو پر کار او د نجونو پر زده کړو د بندیزونو په اړه هم خبرې وکړې او د دې فرمانونو د بېرته اخیستو غوښتنه یې وکړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په داسې مهال د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له مسوولینو سره خبرې کوی، چې دې وروستیو کې دغه هېواد څو وار پر افغان حکومت تور پورې کړ، چې خپله خاوره کې یې د پاکستان د حکومت ضد وسلوالو ته ځای ورکړی، هغه چې په کلکه د افغان حکومت د چارواکو له لوری رد شوه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ