معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان د خیبر پښتونخواه ایالت، ایالتي شورا ړنګه کړای شوه

د پاکستان د خیبر پښتونخواه ایالت، ایالتي شورا ړنګه کړای شوه

پېښور- ګهیځ نیوز( د مرغومي ۲۸مه ۱۴۰۱):
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي د دې ایالت، ایالتي شورا یا صوبايي اسمبلۍ ماتولو سپارښتنلیک لاسلیک کړی دی.
ددې ایالت اعلی وزیر محمود خان پرون د جنورۍ پر ۱۷مه د شپې نهه بجې ګورنر غلام علي ته د ایالتي شورا د ړنګولو سپارښت استولی وو چې هغه تر لږ ځنډ وروسته لاسلیک کړ.
د صوبې ګورنر د ایالتي شورا او ایالتيکابینې د تحلیلېدو په اړه یو متن هم خپور کړی دی چې پکې یې له پخواني اعلی زیر محمود خان او په اسمبلۍ کې د مخالفه ډلو له مشر اکرام خان دراني څخه یې د جنورۍ تر ۲۱مې پورې د صوبې د موقت اعلی وزیر نومونه هم غوښتي دي.
د پاکستان د قانون له مخې کله چې ایالتي شورا ړنګه شي نو بیا د پخواني حکومت او مخالفه ګوندونو مشران د لنډ مهالي اعلی وزیر او کابینې پر ټاکلو بحث او موافقه کوي. لنډ مهالی حکومت بیا په درو میاشتو کې انتخابات تر سره کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه شپې مهال د دې هېواد د پنجاب ایالتي شورا هم د دې ایالت د اعلی وزیر پر سپارښتنه د ګورنر له لاسلیک پرته ړنګه شوې ده.
بل خوا د خیبر پښتونخوا دایالتي حکومت ویاند محمد علي سیف د جنورۍ پر ۱۷مه رسنیو ته ویلي و چې د پنجاب او پښتونخوا د شورا ګانو د ړنګولو موخه د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ټي اېم) او د هغوی د متحدانو پر وفاقي اېتلافي حکومت تر وخت مخکې د ټولټاکنو لپاره فشار راوستل دي.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان په خیبر پښتونخواه ایالت کې د پخواني حاکم ګوند تحریک انصاف پلویان حاکم وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس