د پاکستان د خیبر پښتونخواه ایالت، ایالتی شورا ړنګه کړای شوه

پېښور- ګهیځ نیوز( د مرغومی ۲۸مه ۱۴۰۱):
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علی د دې ایالت، ایالتی شورا یا صوبایی اسمبلۍ ماتولو سپارښتنلیک لاسلیک کړی دی.
ددې ایالت اعلی وزیر محمود خان پرون د جنورۍ پر ۱۷مه د شپې نهه بجې ګورنر غلام علی ته د ایالتی شورا د ړنګولو سپارښت استولی وو چې هغه تر لږ ځنډ وروسته لاسلیک کړ.
د صوبې ګورنر د ایالتی شورا او ایالتیکابینې د تحلیلېدو په اړه یو متن هم خپور کړی دی چې پکې یې له پخوانی اعلی زیر محمود خان او په اسمبلۍ کې د مخالفه ډلو له مشر اکرام خان درانی څخه یې د جنورۍ تر ۲۱مې پورې د صوبې د موقت اعلی وزیر نومونه هم غوښتی دی.
د پاکستان د قانون له مخې کله چې ایالتی شورا ړنګه شی نو بیا د پخوانی حکومت او مخالفه ګوندونو مشران د لنډ مهالی اعلی وزیر او کابینې پر ټاکلو بحث او موافقه کوی. لنډ مهالی حکومت بیا په درو میاشتو کې انتخابات تر سره کوی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه شپې مهال د دې هېواد د پنجاب ایالتی شورا هم د دې ایالت د اعلی وزیر پر سپارښتنه د ګورنر له لاسلیک پرته ړنګه شوې ده.
بل خوا د خیبر پښتونخوا دایالتی حکومت ویاند محمد علی سیف د جنورۍ پر ۱۷مه رسنیو ته ویلی و چې د پنجاب او پښتونخوا د شورا ګانو د ړنګولو موخه د پاکستان جمهوری غورځنګ (پی ټی اېم) او د هغوی د متحدانو پر وفاقی اېتلافی حکومت تر وخت مخکې د ټولټاکنو لپاره فشار راوستل دی.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان په خیبر پښتونخواه ایالت کې د پخوانی حاکم ګوند تحریک انصاف پلویان حاکم وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.