معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان د دیني عالمانو یو پلاوی کابل ته راغلی

د پاکستان د دیني عالمانو یو پلاوی کابل ته راغلی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې، د پاکستان د دیني عالمانو یو پلاوی کابل ته راغلی دی.
د راپور پر بنسټ دا پلاوی به د سرپرست حکومت له چارواکو سره پر یو شمېر مهمو مسایلو خبرې اترې وکړي.
د پلاوي مشر محمد طیب قریشي ویلي، د دي پلاوي د سفر موخه د پاکستان او د افغانستان د سرپرست حکومت د چارواکو تر منځ ناندریو ته د پای ټکي ایښودل دي.
کابل ته د پاکستاني دیني عالمانو سفر په داسې حال کې دی، چې په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو د سرپرست حکومت پر چارواکو نیوکه کړې، چې تحـ.ـریک طـ.ـالبان پاکستان ته يې په افغانستان کې خوندي ځایونه ورکړي دي.
د پاکستاني چارواکو په تازه څرګندونو کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر پرون ویلي، پاکستاني طـ.ـالبان دې د افغانستان خاروه د پاکستان پر ضد نه کاروي، خو سرپرست حکومت بیا د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې په کلکه رد کړې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس