د پاکستان د دینی عالمانو یو پلاوی کابل ته راغلی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې، د پاکستان د دینی عالمانو یو پلاوی کابل ته راغلی دی.
د راپور پر بنسټ دا پلاوی به د سرپرست حکومت له چارواکو سره پر یو شمېر مهمو مسایلو خبرې اترې وکړی.
د پلاوی مشر محمد طیب قریشی ویلی، د دی پلاوی د سفر موخه د پاکستان او د افغانستان د سرپرست حکومت د چارواکو تر منځ ناندریو ته د پای ټکی ایښودل دی.
کابل ته د پاکستانی دینی عالمانو سفر په داسې حال کې دی، چې په دې وروستیو کې پاکستانی چارواکو د سرپرست حکومت پر چارواکو نیوکه کړې، چې تحـ.ـریک طـ.ـالبان پاکستان ته یې په افغانستان کې خوندی ځایونه ورکړی دی.
د پاکستانی چارواکو په تازه څرګندونو کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر پرون ویلی، پاکستانی طـ.ـالبان دې د افغانستان خاروه د پاکستان پر ضد نه کاروی، خو سرپرست حکومت بیا د پاکستانی چارواکو دا ادعاوې په کلکه رد کړې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.