د پاکستان د سند آیالت له زندانونو ۴۰ تنه افغان بندیان خوشې شول

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان په کراچۍ ښار کې افغان کونسل ویلی، چې تېره ورځ د پاکستان د سېند ایالت له زندانونو څخه ۴۰ تنه افغانان بندیان خوشې شول.
د خبر پر بنسټ، دغو بندیانو کې اته ماشومان هم شامل وو.
خبر زیاتوی، چې آزاد شوی بندیان به د افغان چارواکو په مالی لګښت سره خپل هېواد ته ولېږدول شی.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم پاکستان کې سلګونه افغانان چې د دغه هېواد د سېند ایالت د کراچۍ ښار پولیسو لخوا د قانونی اسنادو د نه لرلو په تور نیول شوی وو، د افغانستان د سفارت او د جنرال کونسلګرۍ د هلو – ځلو په پایله کې خوشې شوی دی.
دا په داسې مهال ده، چې دې وروستیو کې پاکستانی پولیسو په قانونی او غیر قانونی افغان کډوالو باندې کړۍ راتنګه کړې او د دوی ځورونې ته یې زور ورکړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.