د پاکستان د قبایلی سیمې مشرانو جرګه کابل ته را رسېدلې

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۱مه او د جون لومړۍ نېټه ده) پاکستانی رسنیو د پاکستان د سفارتی سرچینو له قوله ویلی، چې دغه پلاوی کابل ته را رسېدلی او د ښه راغلاست لپاره یې په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ورغلی و.
د پاکستانی رسنیو له قوله په دې پلاوی کې د وزیرستانیو، ورکزیو، کرمې، خېبر، مومند، باجوړ او ملکنډ په ګډون د بېلابېلو سیمو مخور شامل دی او د مشرانو جرګې یو پخوانی غړی مولانا صالح شاه یې مشری کوی.
د دوی موخه له ټی ټی پی یا تحریک طالبان پاکستان سره خبرې کول دی، چې د افغانستان د اسلامی امارت چارواکی یې منځګړیتوب کوی.
له دې وړاندې رسنیو راپور ورکړی و چې د پاکستان حکومت او ټی ټی پی د اوربند پر سر هوکړې ته رسېدلی خو د ټی ټی پی یوه ویاند رسنیو ته په دې تړاو خپاره شوی راپورونه رد کړل.
هغه ویلی و چې لا هم په دې اړه له د پاکستان د حکومت او دوی تر منځ خبرې روانې دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.