کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۷ مه نېټه):
د عربی رسنیو د راپورونو پر بنسټ د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر سعودی عربستان ته د خپل لومړنی سفر په ترڅ کې د هغه هېواد له دفاع وزیر خالد بن سلمان سره لیدلی دی.
د راپورونو له مخې د دواړو هېوادونو پوځی چارواکو دغه لیدنه کې د ستراتیژیکو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.
بل لور د پاکستان پوځ په خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلی، چې د دې هېواد لوی درستیز به د جنورۍ تر لسمې نېټې د سعودی عربستان سربېره متحده عربی اماراتو ته هم سفر وکړی.
دا د پاکستان د پوځ د لوی درستیز په توګه د جنرال عاصم منیر تر ټاکل کېدو وروسته بهر ته د نوموړی لومړی سفر دی.
نوموړی دغه سفر په داسې مهال کوی چې دې وروستیو کې پاکستان د سخت اقتصادی، امنیتی او سیاسی ستونزو سره لاس او ګرېوان شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ