کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د پوځ لوی درستیز په یوه نا اعلان شوي سفر سعودي عربستان ته تللی او د دغه هېواد له ولیعهد سره یې کتلي دي.
د سعودي عربستان خبري سرچینو ویلي، چې جنرال سید عاصم منیر په ریاض کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره هم لیدنه ترسره کړې ده.
ریاض ته د جنرال عاصم منیر د نا اعلان شوي سفر د هدف په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي، خو د چارو د څارونکو په وینا له ریاض نه د پاکستان مالي مرستو او د دغه هېواد په مرکزي بانک کې د سعودي عربستان د میلیاردونو ډالرو زېرمو ته په پام، انګېرنې داسې دي چې پاکستان له سعودي عربستان څخه د مالي مرستو دوام ته هیله مند دی.
پاکستان په دې وروستیو کې د سختو اقتصادي ستونزو په منځ کې راګیر دی، چې تازه یې له IMF څخه د نورې قرضې غوښتنه هم کړې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/