د پاکستان د پوځ لوی درستیز سعودی عربستان ته تللی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری  ۲ مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د پوځ لوی درستیز په یوه نا اعلان شوی سفر سعودی عربستان ته تللی او د دغه هېواد له ولیعهد سره یې کتلی دی.

د سعودی عربستان خبری سرچینو ویلی، چې جنرال سید عاصم منیر په ریاض کې د سعودی عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره هم لیدنه ترسره کړې ده.

ریاض ته د جنرال عاصم منیر د نا اعلان شوی سفر د هدف په اړه نور جزیات نه دی خپاره شوی، خو د چارو د څارونکو په وینا له ریاض نه د پاکستان مالی مرستو او د دغه هېواد په مرکزی بانک کې د سعودی عربستان د میلیاردونو ډالرو زېرمو ته په پام، انګېرنې داسې دی چې پاکستان له سعودی عربستان څخه د مالی مرستو دوام ته هیله مند دی.

پاکستان په دې وروستیو کې د سختو اقتصادی ستونزو په منځ کې راګیر دی، چې تازه یې له IMF څخه د نورې قرضې غوښتنه هم کړې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.