د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر له خپلې دندې استعفاء وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۵ نېټه):

د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد د لنډ مهالی حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر له خپلې دندې استعفا کړې ده.

د جیو ټلوېزیون د راپور له مخې د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر خپله استعفاء تېره ورځ د دغه هېواد سرپرست لومړی وزیر انورالحق کاکړ منلې ده.

سرفراز بګټی د افغان کډوالو د وېستلو پلوی او د دې پلان یو طراح و.

هغه له تېر اکتوبر راهیسې له ۴ لکو د ډېرو افغانانو په وېستلو کې مهم رول درلود.

جیو د خپلو سرچینو په حواله لیکلی، چې بګټی د ډسمبر په ۱۳مه خپله استعفاء لومړی وزیر کاکړ ته وړاندې کړې وه، خو هغه پرون منلې ده.

راپور کې راغلی چې سرفراز بګټی د شخصی دلایلو له امله استعفاء کړې ده، خو اکسپرس نیوز رسنۍ بیا ویلی چې بګټی په ټاکنو کې د ګډون په موخه استعفاء کړې او د مسلم لیګ ګوند له ادرسه به ټاکنو کې برخه اخلی.

بل خوا ځینې پاکستانی رسنۍ لیکی، چې د پاکستان د ټاکنو کمېسیون لخوا د ټاکنو د مهالوېش له اعلان سره سم د کابینې یو شمېر سرپرستو وزیرانو له خپلو دندو استعفاوې کړې، څو په ټاکنو کې ګډون وکړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.