کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۶ نېټه):
یو شمېر پاکستانی رسنیو ویلی، چې د پاکستان لنډمهالی حکومت ستره محکمه به څلور ورځې وروسته د لیندۍ میاشتې په ۱۰ مه نېټه د افغان کډوالو د لغوه کولو پر غوښتنلیک پرېکړه وکړی.
د ډان ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، دغه غوښتنلیک یو شمېر پاکستانیو سناتورانو او د بشری حقونو فعالانو چمتو کړى دى.
دوی په غوښتنلیک کې له محکمې غوښتی، چې د پاکستان لنډمهالی حکومت دې په پاکستان کې د زېږېدلو کسانو د نیولو، شړلو او ځورولو مخه ونیسی او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ ته دې اجازه ورکړی، چې د پناه غوښتنې په اړه پرېکړه وکړی.
شاوخوا درې اونۍ وشوې، چې پاکستان د ناقانونه افغان کډوالو د وېستلو لړۍ پیل کړې.
د راپورونو له مخې تر اوسه څه باندې ۴ لکه افغان کډوال له دغه هېواده په زور افغان خاورې ته استول شوی او دا لړۍ اوس هم دوام لری.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ