د پاکستان “سوداګریزه مقاطعه”؛ د وخت تر ټولو مهمه اړتیا!

له کله نه چې تېره اونۍ(د وږی په ۱۵مه) د ډیورند پر فرضی او استعماری کرښه، د پاکستان سرحدی ملیشو له هر ډول منطقی دلیل پرته پر افغان ځواکونو ډزې وکړې او د څو پوله ساتو افغان سرتېرو او عامو مسافرو د مرګ ژوبلې سبب شول، د سرحد ایالتی حکومت د خپل مرکزی حکومت( پنجاب) په خوښه د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ یا د سوداګریزو توکو د لېږد- رالېږد پر مخ تړلې او پدې توګه یې پر نورو سربېره افغانان سوداګرو او بزګرو ته ستر مالی تاوان اړولی.
معلومه ده چې دا موسم د فرضی کرښې هغې لوری ته د تازه افغانی میوو او ترکاریو د لېږد موسم دی او د کرښې دې خوا ګڼ افغان سوداګر او د لاریو چلونکی له خپلو ډکو لاریو سره ولاړ دی او په داسې حال کې چې په موټرو کې بار تازه میوه او ترکاری یې د ګرمې هوا او زیات بې ځایه انتظار له امله له کاره وزی، د دې انتظار کوی چې دا لار به کله د دوی پر مخ پرانیستل کېږی.
همدا ډول د دې غمېزې بل اړخ دا هم دی چې د ډیورند فرضی کرښې ها غاړې ته چې د پاکستان په ولکه کې ده ګڼ شمېر افغان مریضان چې د درملنې لپاره پاکستان ته تللی وو او آن د ځینو دغه مریضانو چې هلته مړه شوی دی، اجساد بېرته خپل هېواد ته د راستنیدو د انتظار شېبې شمېری، خو د ګډې پولې د خلاصون په اړه د دواړو لوریو د مخامخ خبرو اترو سره سره هم د تورخم غملړلې دروازه لا تر اوسه د افغانانو پر مخ بنده ده او دا هم نده څرګنده چې کله به د دغه بدبخته افغانانو توبه قبلېږی.
دا لومړی ځل ندی چې پاکستانی واکمن په یو اړخیز ډول د تورخم سرحدی دروازه د افغانانو پر مخ تړی او نه یوازې د عامو افغان ناروغانو او مسافرو د ځوریدنې سبب ګرځی چې د افغانی تازه میوو د خرابېدو او له نرخ څخه د غورځېدو سبب هم کېږی. پاکستان متأسفانه تل او کم تر کمه په تېرو دوه لسیزو کې دلته د یرغلګرو امریکایانو په شتون کې همیشه پر افغانانو همداسې لوبې کړې او همدا ډرامه یې تل تکرار کړې ده.
پدې اړه مهم او د یادونې وړ ټکی دا هم دی چې پاکستانی لوری اکثره وخت دا ډول ناروا ډرامه بازی هغه وخت پیلوی چې د افغانستان له خاورې څخه د دوی لوری ته د تازه میوو او ترکاریو د ورتګ موسم پیل شی.
په تېر جمهوریت کې چې کله دلته د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو هم حضوردرلود، د پاکستان سیاسی او پوځی چارواکو تل همدا ‌بهانې کړې دی، په خپله خاوره کې یې د نا امنیو پړه پر افغانستان او هند اچولې او په همدې پلمه یې د افغان لوری څخه د تازه میوو او ترکاریو د ورتګ په وخت کې پوله تړلې ده چې که په همدې اړه د پاکستان د نادودو حساب کتاب ته ورشو، شاید د دې کرښو له توان څخه به بهر وی.
که څه هم په تېرو څه باندې دوه لسیزو کې دلته د امریکایانو او نورو لویدیځوالو یرغلګرو په شتون کې له هغوی سره په ملکی او پوځی ډګرونو کې د پاکستان مرسته او ملاتړ له ورایه څرګند ؤ، خو بیا هم یو تصور داسې ؤ چې که په افغانستان کې د طالبانو حکومت راشی، نو د کابل- اسلام آباد سیاسی، پوځی او سوداګریزې اړیکې به خورا ډېره پراختیا ومومی او د جمهوریت په دوران کې د دواړو هېوادو تر مینځ روانو ناندریو او تورو سپینو ته به نور د پای ټکی کېښودل شی.
متأسفانه بیا هم داسې ونشول او د تېرو دوه کلونو حالاتو او د دواړو هېوادو اړیکو دا فرضیه غلطه ثابته کړه او اوس ګورو چې پاکستان د تل په څېر بیا هم خپل منافقانه سیاست ته دوام ورکړی او د کابل- اسلام آباد اړیکې بیا هم د تېر جمهوریت په څېر ترینګلې دی.
اوس د پېښو شنونکی او د چارو کارپوهان د دواړو هېوادو تر منځ روانو اړیکو، د ناندریو او تورو سپینو لړۍ او په تېره بیا د پاکستانی چاراکو دغه منافقانه سیاست ته چې د خوار افغان بزګر د محصولاتو د را رسیدو پر وخت، په بېلابېلو بهانو د دواړو هېوادو تر منځ د تګ راتګ رسمی لارې بندوی او د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ، خوار افغان بزګر ته د هغوی د تازه میوې د خرابېدو له لارې میلیونونه ډالره زیان اړوی، لازمه ده چې نور افغان حکومت او دلته شته د سوداګرو او صادرونکو اتحادیې سره لاس یو کړی او له پاکستان او پاکستانی توکو سره قطعی او تل پاتې پرېکون اعلان کړی.
افغان حکومت او سوداګر دې د خپلو لوړو ملی ګټو او ملی مصالحو په خاطر نور له پاکستان څخه کالی او جنس نه را واردوی او خپلې تازه او وچې میوې ته دې له پاکستان پرته نور مارکیټ ومومی، که دا کار وشی باور لرو چې.د پاکستان په داخل کې همدا اوس حاکم اقتصادی او سوداګریز وضعیت ته په کتو به یې پایلې مونږ ته ګټورې وی.
مونږ ډاډه یو چې که په افغانستان کې ټول سوداګر او حکومتی چارواکی د ملی ګټو او لوړو ملی مصلحتونو په پام کې نیولو سره دا اقدام وکړی او پلی کېدل یې هم په کلکه وڅارل شی، پاکستان به په ګونډو شی او د هغوی د کبر او ظلم دغه لړۍ به چې اوس یې پر خوارو افغان بزګرو او سوداګرو پیل کړې ډېر ژر پای و مومی.
پدې کار سره به نور بیا د “پنجاب” دغه سوداګریز او اقتصادی راج، چې نن پر مونږ چلېږی، په خپله مات شی، دا ګام پورته کول ډېر ګران ندی، یوازې یوې پخې او واحدې ” ملی ارادې” او د یوې “ملی واکمنۍ” ملاتړ ته اړتیا لری او بس. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=61550054700162

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.