پداسې حال کې چې د پاکستان د پوځ په خوښه راغلی ملکی حکومت له هرې خوا هم په سیاسی ډګر کې او هم په امنیتی ډګر کې د دغه هېواد د خلکو او ولسونو له سخت او پراخ غبرګون سره مخ دی، هڅه کوی د زور په ژبه او د ټوپک په شپیلۍ خپله غلطه واکمنی د دغه هېواد پر خلکو ومنی، خو چې د دغه هېواد پر هر تور او سپین واکمن پوځ او د دغه هېواد په سیاسی تاریخ کې په وار وار د آزمویل شویو سیاسی بیروکراتانو واکمنی هرڅومره هڅه کوی د ولسی اعتراضونو دا لړۍ وټکوی یا یې کمرنګه او کمزورې کړی، دا لړۍ نوره هم زور اخلی او دا اعتراضونه نور هم پراخېږی.
پرون دوشنبه د دې هېواد د پخوانی صدراعظم عمران خان پلویانو چې نوې له زندانه خوشې شوې د عمران خان مېرمن هم ورسره وه او دم په دم یې دغه معترضین او مظاهره کوونکی هڅول، د اسلام آباد پر لورې، پداسې حال کې ور ودانګل چې پوځ او پولیسو پلازمېنه له څلورو خواوو کلابند کړې وه او هېچاته یې هم اجازه نه ورکوله تر څو دغه ښار ته ننوزې.
خو د دې سره سره د سرحد ایالت اعلی وزیر په مشرۍ د سیاسی مخالفینو قافله له ټولو بندیزونو واوښته او اوس هم د پلازمینې هغه برخې ته د رسېدو هڅه کوی چې د حکومتی مهمو ادارو تعمیرونه او دفترونه پکې واقع دی او د تازه رسنیزو راپورونو تر مخه د پولیسو او مظاهره چیانو تر منځ د اخ و ډب په پایله کې درې تنه امنیتی ساتونکی وژل شوی او ملکی حکومت د اسلام آباد اداره په رسمی بڼه د دغه هېواد پوځ ته سپارلې ده.
د ولسی نا آرامۍ او اخ و ډب دا لړۍ یوازې تر پلازمینې او د عمران خان د پلویانو او حکومتی ځواکونو تر منځ د پټ پټونې او اخ و ډب په دغه منظر پورې هم محدوده نه وه، د رسنیو د رپورټونو تر مخه د ډیورند استعماری کرښې ته څېرمه د کورمې په اړونده سیمو کې هم دلته د مېشتو شیعه مذهبی لږکیو او ځایی سنی مذهبه خلکو تر منځ له پرله پسې څو ورځو راهیسې تاو تریخوالی روان دی چې دواړو لوریو ته پکې درنه مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د رسنیزو راپورونو تر مخه، د دواړو لوریو ترمنځ د تاوتریخوالی دا نوې لړۍ وروسته له هغې زور واخیست چې د تېرې پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ په لومړۍ نېټه) د دې سیمې په “بګن” او “اوچت” منطقو کې د شیعه لږکیو اړوند د ۲۰۰ موټرو پر یوه کاروان نا معلومه وسله والو برید وکړ.
راپورونه وایی چې په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۴ تنه ووژل شول او ۳۹ تنه نور ژوبل شول، دا پداسې حال کې چې تر ډېره دغه وژل شوی او ژوبل شوی کسان ځایی شیعه وګړی دی چې د پاړه چنار اوسېدونکی وو.
په ورته وخت کې د دغه پاکستان په ځینو نورو سیمو لکه ګلګت او بلتستان سیمو کې هم د خلکو د لاریونونو او اعتراضونو راپورونه ورکړل شوی او د دې هېواد بل ایالت بلوچستان خو اوږده موده وشوه چې نه له سیاسی پلوه آرامه دی او نه له امنیتی پلوه.
پردې کړکیچنو حالاتو سربېره او هلته تر وروستۍ درجې د امنیتی وضعیت د خرابوالی تر څنګ د دې ملک اقتصادی حالت هم ورځ تر بلې د خرابۍ لور ته روان دی، پردی پورونه د دې ملک د حکومت او وګړو ملا ماتوی، همدارنګه په حکومت کې شریک سیاسی ګوندونه هم له یوه او بل سره د ملک د چارو د پرمخ وړلو په برخه کې یو نظر او یو لید لوری نه لری چې که یې دلته بېلګې یادوو نو د دې کرښو له توان څخه به اوچته خبره وی.
اوس دې ټولو ته په کتو هغه څه چې څرګند دی او د دې کرښو له لارې یې هم کله ناکله یادونه شوې ده هغه د پاکستان اتومی وسله ده چې که د دغه هېواد په هر مالی او سیاسی فساد کې غرق پوځ هم ونشی کولای د دې هېواد یو والی او سالمیت د ټوپک او سیاسی دسیسو له لارې ټینګ وساتی، د هغې برخلیک به څه کېږی؟
بل اړخ ته دا هم د سوچ خبره ده چې پاکستان د سیمې د داسې یوه هېواد په توګه چې تل یې خپلو ګاونډیانو ته سرخوږی جوړ کړی نن خپله په همداسې یوه سرخوږی اخته دی او آن د ملک یووالی او سالمیت هم له ګواښ سره مخ دی، که چېرې له وېش او تجزیې سره مخ کېږی نو پر شا او خوا هېوادو به یې اغېز څه وی؟
که څه هم پخوا دې ته په کتو سره چې پاکستان د ټولې بې اتفاقۍ او نه یو موټی والی سره سره د یوه مقتدر پوځ په درلودو چې دا څلور ایالته او بېلابېل قومونه یې سره پر یوه محور( پاکستان) را ټول کړی، د دې خطر کم احساسېده خو پدې وروستیو کې داسې نښې نښانې را څرګندې شوې چې د دې احتمال زیات ښکاره کوی او طبیعی ده چې څومره د پاکستان د تجزیې او وېشل کېدو خطر ډېرېږی، په هماغه اندازه دا پوښتنې او د سیمې او ګاونډ پر هېوادو د دې احتمالی وېش او تجزیې اثرات هم ډېر سر راپورته کوی.”والسلام”
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ