کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۵ مه نېټه):
د راپږرونو له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلی، چې د پاکستان له زندانونو څخه ۱۵ تنه افغان کډوال راخوشې او د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شول.
د راپور پر بنسټ، د تورخم د کډوالو چارو آمر د څرګندونو له مخې، یادو کسانو له یوې میاشتې څخه تر ۶ میاشتو پورې په زندانونو کې تېر کړی او له خوشې کېدو وروسته د تورخم له لارې ننګرهار ته راستانه شول.
راپور زیاتوی، چې یاد کسان له ثبت او راجستر وروسته د مرستو د تر لاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شول.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ