کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۰ نېټه):
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتی برخې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی، چې د پاکستان د سېند ایالت له زندانونو ۱۷ افغان کډوال خوشې شوی دی.
دوی په یاده خبرپاڼه کې زیاته کړې، ۱۷ تنه افغانان چې پخوا د پاکستان د سېند ایالت د پولیسو له لوری نیول شوی وو، د دغه ایالت د استېناف محکمې د حکم پر اساس له بند څخه خوشې شول.
ټاکل شوې چې خوشې شوی کسان په پاکستان کې د افغانستان ډیپلوماتیکو بنسټونو په همکارۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته ولېږدول شی.
تر دې وړاندې هم د افغان کونسلګرۍ له لوری د پاکستانی حکومت لخوا د نیول شویو یو شمېر افغانانو د خوشې کولو راپورونه ورکړل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ