معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان له زندانونو ۳۷ تنه نور افغان بندیان آزاد شول

د پاکستان له زندانونو ۳۷ تنه نور افغان بندیان آزاد شول

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۳۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، چې د پاکستان له زندانونو ۳۷ تنه افغانان آزاد او هېواد ته راستانه شول.
د یاد وزارت په وینا، دغه کډوال پاکستان کې د قانوني اسنادو نه لرلو له امله نیول شوي وو.
د راپور پر بنسټ، دغه آزاد شوي کډوال د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
د تورخم د مهاجرينو چارو د آمر په خبره ياد خلک د يوې مياشتې څخه تر شپږو مياشتو پورې د پاکستان په زندانونو کې په بند باندې محکوم شوي وو، چې له خوشې کېدو وروسته د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شول.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس