کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۳۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلی، چې د پاکستان له زندانونو ۳۷ تنه افغانان آزاد او هېواد ته راستانه شول.
د یاد وزارت په وینا، دغه کډوال پاکستان کې د قانونی اسنادو نه لرلو له امله نیول شوی وو.
د راپور پر بنسټ، دغه آزاد شوی کډوال د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوی دی.
د تورخم د مهاجرینو چارو د آمر په خبره یاد خلک د یوې میاشتې څخه تر شپږو میاشتو پورې د پاکستان په زندانونو کې په بند باندې محکوم شوی وو، چې له خوشې کېدو وروسته د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شول.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ