کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د امریکا له ولسمشر جوبایډن څخه په یوه لیک کې غوښتی، پاکستانۍ مېرمن عافیه صدیقی چې په ۸۶ کاله بند محکومه شوې، له حبسه آزاده کړی.
نوموړې چې امریکا د تروریزم اړوند یوه قضیه کې محکومه کړې، په اړه یې د پاکستان یوه مدافع وکیل محکمې ته معلومات ورکړل او بایډن ته یې د شریف د لیک یادونه وکړه.
نوموړی مدافع وکیل دا لیک هغې محکمې ته وړاندې کړ، چې د عافیه صدیقی د خور د غوښتنلیک په اړه یې څېړنه کوله.
د اعصابو تجربه کاره متخصصه عافیه صدیقی په ۲۰۱۰ کال کې په څو قضیو او له هغې ډلې د امریکایی وګړو د وژنې په مواردو کې مجرمه وپېژندل شوه او په حبس محکومه شوه.
عافیه صدیقی په ۲۰۰۸ کال کې په افغانستان کې له امریکایی چارواکو سره په یوه نښته کې ټپی شوه.
د عافیې صدیقی کورنۍ ادعا کوی چې نوموړې په ۲۰۰۳ کال کې په کراچۍ ښار کې ناڅاپه لادرکه شوه او دوی فکر کوی چې پخوانی پوځی دکتاتور جنرال پرویز مشر په پټه امریکایی چارواکو ته سپارلې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ