د پاکستان لپاره افغان سفیر توماسټ ویسټ ته: طالبانو د رسمیت پېژندو لپاره شرطونه پوره کړی

په پاکستان کې د افغانستان شارژدافیرسردار احمد شکیب وایی طالبانو د اسلامی امارت حکومت په رسمیت پېژندو لپاره د نړیوالې ټولنې لخوا وړاندې شوی شرطونه بشپړ کړی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ ویلی، چې واشنګټن له مخکې نه طالبانو ته واضح کړې وه که په افغانستان کې د مخکنی حکومت سره د خبرو پر ځای د زور له لارې واک تر لاسه کړی، غیرې بشری مرستې به پرې بندې شی.

دغه راز نوموړی داهم ویلی، چې مشروعیت او ملاتړ باید د ترهګرۍ سره د مبارزې، ټولګډونه حکومت پر جوړولو، د لږکیو، میرمنو او نجونو حقونو ته د درناوی او په برابره توګه تعلیم او کار کولو ته د لاسرسی پر اسانتیاوو باید وګټل شی.

خو افغان سفیر سردار احمد شکیب، چې په اسلام اباد کې یې د افغانستان د وضعیت په اړه په یو څېړنیز کنفرانس کې خبرې کولې وویل، چې دوی د رسمیت پېژندو لپاره شرطونه بشپړ کړی خوامریکا لا هم پلمې لټوی.

شکیب زیاتوی: “اسلامی امارت د رسمیت پېژندنې لپاره د نړیوالو اصولو برابر ټول اړین ګامونه اخستی او د دوی شرطونه یې پوره کړی، خو د امریکا پلمې به هیڅکله پای و نه مومی”.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره نوی جوړ شوی د اسلامی امارت حکومت د هیڅ کوم هېواد لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.