معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د پاکستان مشرانو جرګې سپین بولدک کې له نښتو وروسته افغانستان سره په اوسنیو اړیکو د بیا کتنې غوښتنه کړې

د پاکستان مشرانو جرګې سپین بولدک کې له نښتو وروسته افغانستان سره په اوسنیو اړیکو د بیا کتنې غوښتنه کړې

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۷):
وروسته له هغې چې سپین بولدک کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورند فرضي کرښې لنډ وخت کې دوه ځل جګړه وشوه، پاکستاني چارواکو له افغانستان سره په اوسنیو اړیکو د بیا کتنې غوښتنه وکړه.
د پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رييس فاروق نایک د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو په اړه ویلي چې له افغانستان سره د پاکستان په پالیسۍ دې بیا کتنه وشي.
د پاکستاني چارواکو ویلي و چې د سپین بولدک په وروستۍ نښته کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۱۵ نور ژوبل دي.
پاکستان ادعا کوي چې افغان لوري بې موجبه پر دوی ډزې پیل کړې او د دوی پوځ ځواب ورکړ خو افغان حکومت بیا دغه ادعا رد کړې او زیاته کړې یې ده چې لومړی پر افغان پوله ساتو باندې پاکستاني پوځیانو ډزې کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس