د پاکستان مشرانو جرګې سپین بولدک کې له نښتو وروسته افغانستان سره په اوسنیو اړیکو د بیا کتنې غوښتنه کړې

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۷):
وروسته له هغې چې سپین بولدک کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورند فرضی کرښې لنډ وخت کې دوه ځل جګړه وشوه، پاکستانی چارواکو له افغانستان سره په اوسنیو اړیکو د بیا کتنې غوښتنه وکړه.
د پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس فاروق نایک د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو په اړه ویلی چې له افغانستان سره د پاکستان په پالیسۍ دې بیا کتنه وشی.
د پاکستانی چارواکو ویلی و چې د سپین بولدک په وروستۍ نښته کې یو ملکی وګړی وژل شوی او ۱۵ نور ژوبل دی.
پاکستان ادعا کوی چې افغان لوری بې موجبه پر دوی ډزې پیل کړې او د دوی پوځ ځواب ورکړ خو افغان حکومت بیا دغه ادعا رد کړې او زیاته کړې یې ده چې لومړی پر افغان پوله ساتو باندې پاکستانی پوځیانو ډزې کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.