کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۳ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هېواد د ټاکنو کمېسیون د هغه هېواد پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د نیولو حکم صادر کړی دی.
د پاکستانی رسنیو د راپورونو پربنسټ پر عمران خان ټاکنو کمېسیون ته د سپکاوی تور دی، چې له امله یې یاد حکم صادر شوی او په کې یادونه شوې چې دې قضیې کې به یې ضمانت نه کیږی.
د هغه وکیل رسنیو ته ویلی چې نوموړی به نن د ټاکنو کمېسیون ته وړاندې شی. تر دې وړاندې د عمران خان نیول کېدو ټول پاکستان کې د لاریونونو لامل شوی ؤ، چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې وه او ډېر شمېر دولتی تاسیسات هم تخریب شوی وو.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ