د پاکستان په پنجاب کې د ککړې هوا له امله ښوونځی رخصت شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان په پنجاب ایالت کې چارواکو ویلی، چې د هوا د سختې ککړتیا له امله ښوونځی رخصت شوی دی.

د خبر پر بنسټ ټاکل شوې، چې زده کوونکو ته به د روانې نومبر میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې انلاین زده کړې ورکړل شی.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د پاکستان په ځینو ښارونو کې هوا په بې ساری ډول ککړه شوې ده.

د پنجاب ایالت یوې لوړ پوړې چارواکې، مریم اورنګزیب په لاهور کې یوې خبری غونډې ته ویلی، چې د هوا د ککړتیا او کېفیت د خرابۍ له امله حکومت پرېکړه کړې، چې د متوسطه او لېسو ټولګی رخصت کړی.

دغه پرېکړه به د پنجاب د مرکز، لاهور ښار په ګډون په دغه ایالت کې د میلیونونو ماشومانو د زده کړې بهیر اغېزمن کړی.

د یادولو وړ ده چې د دې ککړې هوا اصلی لاملونه د بې کېفیته ډیزلو کارول او د ژمی په موسم کې د ناسمو توکو سوځول ګڼل شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.