د پاکستان په پنجاب کې پارېدلو مسلمانانو د مسیحیانو کلیسا ګانې او کورونه سوځولی دی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۶ مه نېټه):
وروسته تر دې چې د پاکستان د پنجاب ایالت په فیصل آباد سیمه کې اسلامی مقدساتو ته د سپکاوی راپورنه خپاره شول، تېره ورځ د یاد ایالت په جړاوالا سیمه کې لسګونه پارېدلو مظاهره چیانو پر یوشمېر کلیساګانو او د عیسویانو پر کورونو بریدونه کړی دی.
د یادې سیمې پولیسو رسنیو ته ویلی دی چې د چهارشنبې په ورځ په دغه سیمه کې یوشمېر کسانو داسې دعوه وکړه چې ګواکې هلته ځایی مسیحی اوسېدونکو اسلامی مقدساتو او د اسلام ستر پیغمبر ته یې سپکاوی کړی دی.
پولیس او د ښار اوسېدونکی وایی، تر دې وروسته د جړاوالا په یوشمېر جوماتونو کې اعلانونه وشول او سلګونه کسان ورغونډ شول، د یاد ښار پر سینما څلورلارې یې مظاهره وکړه او د پولیسو په وینا وروسته بیا پارېدلی خلک په ښار کې د عیسویانو سیمې ته لاړل او هلته یې یوشمېر کورونه او کلیساګانې وسوځولې ویې لوټلې او یا یې ړنګې کړې.
د جړاوالا د سیمې د عیسویانو مذهبی مشر “عمران بټی” خبریالانو ته ویلی دی چې مظاهره کوونکو په عیسانګری سیمه کې څلور کلیساګانې یا سوځولې او یا یې لوټلې دی او زیاتوی چې پارېدلو کسانو د مذهب د سپکاوی په تور د یو عیسوی کور هم ړنګ کړی دی.
په همدې حال کې په پاکستان کې د کلیساګانو مشر “ازاد مارشل” په یوه بیان کې ویلی دی چې په جړوالا کې پر عیسویانو د مذهب د سپکاوی ناسم تور لګېدلی دی.
همدا رنگه د پاکستان لنډمهالی صدراعظم انوار الحق کاکړ پر پېښه سخت خپګان ښوولی دی او د ټویټر پر پخوانۍ شبکه یې په خپل یوه بیان کې ویلی دی چې “د قانون سرغړوونکو او د لږکیو په نښه کوونکو پرضد باید سخت اقدامات ترسره شی.”
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.