کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۹ مه نېټه):
پاکستانی چارواکو ځایی رسنیو ته ویلی، چې په کراچۍ ښار کې د پولیسو پر دغه مرکز د شپې اووه نیمې بجې درې تنو وسلوالو چې په ځانمرګو واسګټونو او وسلو سمبال وو، ډله ییز برید ترسره کړ چې په کې تراوسه د څلورو تنو د وژنې او د ۱۷ نورو د ټپی کېدو پخلی شوی.
چارواکو رسنیو ته زیاته کړې، برید نږدې پنځه ساعته دوام وکړ چې پای کې برید د درې واړو بریدګرو په وژل کېدو سره پای وموند.
دا مرکز د پاکستان د لوړ پوړو پولیسو د اوسیدو ځای دی. د کراچۍ د پولیسو یوه چارواکی جنرال عرفان بلوچ رویټرز خبری آژانس ته ویلی چې د برید پر مهال په دې ودانۍ کې شاوخوا ۳۰ پولیس موجود وو.
د پاکستانی ط.البانو تحریک د یاد برید مسوولیت منلی او پاکستانی پولیسو ته یې په کې د درنې مرګ_ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ