د پاکستان پولې ته څېرمه د ایران پوځی چورلکه غورځېدلې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایرانی رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران انقلابی ګارډ دا چورلکه تېره ورځ نسکوره شوې ده.

د دوی په خبره پېښه کې د دې ګارډ یوه لوړ پوړی قومندان هم ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ایران اېرنا خبری آژانس ویلی، دا چورلکه د پاکستان پولې ته نږدې د سیستان او بلوچستان ولایت کې راغورځېدلې، چې دوه تنه په کې مړه شوی دی.

یاد آژانس زیاتوی، پېښه کې دوه سپاره چې یو یې د انقلابی ګارډ قومندان او بل یې پېلوټ ؤ، مړه شوی دی.

تر اوسه د چورلکې د سقوط اصلی لامل نه دی روښانه شوی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.