معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان پوځ تایید کړه، چې د استخباراتو پخوانی مشر جنرال فیض حمید یې نیولی

د پاکستان پوځ تایید کړه، چې د استخباراتو پخوانی مشر جنرال فیض حمید یې نیولی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان پوځ ویلي، چې د استخباراتي ادارې پخوانی مشر متقاعد جنرال فیض حمید یې نیولی دی.

د پاکستان پوځ ويلي، د پوځي استخباراتي ادارې پخوانی مشر جنرال فیض حمید یې نيولی او پر ضد یې د پوځي قوانينو لاندې دوسیه پيل کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې ویلي، چې حميد یې د پاکستان د سترې محکمې د هغه حکم په اساس نیولی چې د نوموړي په اړه یې د درغليو په مقدمه کې ورکړی و.

پوځ زیاته کړې، د سترې محکمې له حکم سره سم یې تحقیقات پيل کړي چې د ټاپ سټي په نوم قضيه کې د جنرال فیض حميد پر ضد د شکايتونو کره‌ والی معلوم کړي.

حميد د ۲۰۱۹م کال د جون له میاشتې د ۲۰۲۱م کال تر نومبر پورې د پاکستان د استخباراتي ادارې یا ISI مشر و.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس