کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان پوځ ویلی، چې د استخباراتی ادارې پخوانی مشر متقاعد جنرال فیض حمید یې نیولی دی.
د پاکستان پوځ ویلی، د پوځی استخباراتی ادارې پخوانی مشر جنرال فیض حمید یې نیولی او پر ضد یې د پوځی قوانینو لاندې دوسیه پیل کړې ده.
د پوځ د عامه اړیکو ادارې ویلی، چې حمید یې د پاکستان د سترې محکمې د هغه حکم په اساس نیولی چې د نوموړی په اړه یې د درغلیو په مقدمه کې ورکړی و.
پوځ زیاته کړې، د سترې محکمې له حکم سره سم یې تحقیقات پیل کړی چې د ټاپ سټی په نوم قضیه کې د جنرال فیض حمید پر ضد د شکایتونو کره والی معلوم کړی.
حمید د ۲۰۱۹م کال د جون له میاشتې د ۲۰۲۱م کال تر نومبر پورې د پاکستان د استخباراتی ادارې یا ISI مشر و.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ