معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاک – افغان سوداګرۍ خونې لویو موټرو چلوونکو ته د اجازه لیکونو غوښتنه کړې

د پاک – افغان سوداګرۍ خونې لویو موټرو چلوونکو ته د اجازه لیکونو غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۶ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي، چې د بار وړونکو موټرو د چلوونکو د ستونزو د حل لپاره باید موټر چلوونکو ته د وېزې پر ځای اجازه لیکونه ورکړل شي.

د خبر پر بنسټ، د دې خونې رییس خان‌ جان الکوزي ویلي، له پاکستان سره د راکړو – ورکړو د زیاتېدو او د ستونزو د حل لپاره اړتیا ده، چې یو میکانیزم جوړ شي.

نوموړي زیاته کړې، که ‌چېرې له پاکستان سره ستونزې حل نشي، سوداګر به یو ځل بیا له مالي زیانونو سره مخ شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم وايي، چې د افغانستان تر ټولو ډېره سوداګریزه راکړه – ورکړه له پاکستان سره ده او اړتیا ده چې په دې برخه کې نورې اسانیتاوې برابرې شي.

بل لور سوداګر وايي، د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا لپاره اړتیا ده، چې له نورو هېوادونو سره هم سوداګریزه راکړه – ورکړه ډېرښت ومومي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس