د پاک – افغان سوداګرۍ خونې لویو موټرو چلوونکو ته د اجازه لیکونو غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۶ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلی، چې د بار وړونکو موټرو د چلوونکو د ستونزو د حل لپاره باید موټر چلوونکو ته د وېزې پر ځای اجازه لیکونه ورکړل شی.

د خبر پر بنسټ، د دې خونې رییس خان‌ جان الکوزی ویلی، له پاکستان سره د راکړو – ورکړو د زیاتېدو او د ستونزو د حل لپاره اړتیا ده، چې یو میکانیزم جوړ شی.

نوموړی زیاته کړې، که ‌چېرې له پاکستان سره ستونزې حل نشی، سوداګر به یو ځل بیا له مالی زیانونو سره مخ شی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم وایی، چې د افغانستان تر ټولو ډېره سوداګریزه راکړه – ورکړه له پاکستان سره ده او اړتیا ده چې په دې برخه کې نورې اسانیتاوې برابرې شی.

بل لور سوداګر وایی، د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا لپاره اړتیا ده، چې له نورو هېوادونو سره هم سوداګریزه راکړه – ورکړه ډېرښت ومومی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.