سې شنبه، د لړم ۲۴مه
کابل/ګهیځ: د ترانسپورټ او هوایی چلند وزارت وایی، د تېرو شپږو میاشتو په پرتله له افغانستان څخه د الوتنو شمېر زیات شوى دى.
د دغه وزارت ویاند امام الدین احمدی وایی، چې مخکې به په هرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان له فضا څخه د الوتنو شمېر د ۵۰ او ۷۰ تر منځ و، چې اوس دغه شمېر ۱۰۰ الوتنو ته رسېدلی دی.
د هغه په خبره، د متحده عربی اماراتو له ګاک شرکت سره د ځمکنی خدمتونو او دوو نورو قراردادونو له لاسلیک وروسته د افغانستان له فضا څخه د الوتنو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.
له بلې خوا د اقتصاد وزارت وایی چې د افغانستان له فضا څخه د الوتکو الوتنه د اقتصاد پر ودې اغېز لری او په دې برخه کې د هوایی ترانزېټ برخې ته پر پاملرنه ټینګار کوی.
گهیځ