معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پنجشېر په درې ولسوالیو کې ۳۰ بستریز روغتیایي مرکزونه جوړیږي

د پنجشېر په درې ولسوالیو کې ۳۰ بستریز روغتیایي مرکزونه جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پنجشېر ولایت ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په درې ولسواليو کې ۳۰ بستریز روغتيايي مرکزونه جوړیږي.

د مسوولینو په خبره دغه مرکزونه د پنجشېر د پریان، درې او لومړۍ حصې ولسوالیو په هغه سیمو کې جوړیږي چې له دې وړاندې يې اوسېدونکو په سختۍ د نورو ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته خپل ناروغان وړل او د لومړنیو روغتیايي خدمتونو پرته يې بستر روغتیايي خدمتونه نه درلودل.

په ورته مهال تېره ورځ د یادو روغتیايي مرکزونو لپاره يو شمېر ولسي خلکو خپلې ځمکې وقف کړې او ولایتي ادارې ته يې ډاډ ورکړ، چې د یادو روغتیايي مرکزونو لپاره به خپله همکاري نه سپموي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس